IQNA

   د تورات له سوځولو د سویډنی ښاریز د ډډه کولو دلیل(فیلم)

7:52 - July 17, 2023
د خبر لمبر: 3487641
ایکنا-(سویډ) هغه کس چې په سویډ کې ئې د صهیونیسټ رژيم  دسفارت په وړاندې د تورات د یوې نسخې د سوځولو  فیصله کړې وه ، اعلان کړی چې  ددغه کار له ترسره کولو  ئې ډډه کړې ده.

 ایکنا د مصراوي ویب پاټې له قوله راپور راکړ،  هغه کس چې د سویډ په سټاکهم کې ئې د  انجیل او تورات د   نسخو د  سوځولو ګواښ کړی دی ، د صهیونیسټ رژيم د سفارت په  وړاندې  د خپل ګواښ له اجرائي کیدا ئې ډډه کړې ده .

احمد چې  دهغه یوازې نامه اخستل شوې ، د اسرائيلو  له سفارت سره نزدې یوه ځای ته ورسید، او هلته هغه ته اجازت ورکړل شو چې   د یهودیانو مقدس کتاب وسوځوي.

خو دغه تش په نامه اعتراض کونکی مسلمان ددې خبرې په کولو سره چې  ددغو نسخو د سوځولو نیّت نه لري ووئيل،  هیڅ یو مقدس کتاب باید ونه سوځول شي.هغه په عین حال کې په سټاکهم کې دیوه جومات پّ وړاندې د قرآن کریم سوځول په کلکه  محکوم کړل.

د سویډ دغه سوریه توکمه ښاریز  ووئيل،  چې نیّت ئې دا ؤ چې  د ټولو دینونو  او مقدسو کتابونو  ته داحترام په ضرورت په ټينګار سره  د قرآن  کریم په سوځيدا غبرګون وښئ.

د تورات او انجیل د  سوځولو خبر  له ډيرو پراخو محکومیّتونو سره مخ شوی دی.

 

https://iqna.ir/fa/news/4155312

 

captcha